په لغمان کې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت د مالټوبڼونه جوړېږي

د لغمان ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو خبر ورکړی دی، چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام، الیشنګ، او قرغیو ولسوالیو کې پر ۲۸۰ جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړېږي. د مالوماتو له مخې دغه بڼونه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له خوا د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړېږي. د یاد ولایت د کرنې ریاست رییس وایي، دا بڼوڼو چې ۱۲۹ بڼوالو ته جوړېږي، دوی به ترې وخت پر وخت څارنه کوي او د حاصلاتو له رسېدو سره سم به دغه ولایت په یاده برخه کې پرځان بسیا شي او د دې تر څنګ صادارت به هم ولري. د یادولو وړ ده، چې په لغمان ولایت کې دا مهال د پراختیا، کرنې او نورو برخو کې ګڼ شمیر پروژې د پلې کېدو په حال کې دي، چې زرګونه کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.

وروستي مطالب

پنچشېر کې تازه د زمردو ۱۶۰۰ کانونه ثبت شوي دي

نوي مطالب

د پنجشېر برېښنا ریاست روان کال ۸ میلیونه عواید راټول کړي دي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور