د برېښنا شرکت مسوولینو وایي، چې په کوردننه به د برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې په موخه ډېر ژر یو لوی کنفرانس جوړ شي. ټاکل شوې په دې کنفرانس کې برېښنا شرکت د برېښنا د تولید او تورید په برخه کې هغه طرحې، پلانونه او فرصتونه له کورنیو او نړیوالو پانګوالو سره شریک کړي چې ددې شرکت له لوري په نظر کې نیول شوي دي. د یاد شرکت مسوولین وایي، دا کار به په افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته پانګهوال وهڅوي. دا په داسې حال کې ده، چې کابو درې ورځې وړاندې د برېښنا شرکت رییس ژمنه کړې وه، چې تر راتلونکو دوو کلونو به د کابل برېښنا ۲۴ ساعته کړي.