پکتیا کې د۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳ چکډېمونه جوړېږي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې په پکتیا ولایت کې د یاد وزارت له لوري د شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د ۳ چکډېمونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې دغه چکډېمونه د پکتيا په زرمت، روحاني بابا او سيدکرم ولسواليو کې جوړېږي. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وایي، چې دوی پلان لري په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د اوبو چکډېمونه جوړ کړي. د یادولو وړ ده چې په پکتیا کې سږ کال د اوبو د سطحې د ټیټوالي له کبله په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د اوبو ځینې کارېزونه او چینې هم وچ شوي او اوسیدونکي یې وايي، چې که ورته اقدامات ونه شي، نو ښایي چې پاتې یې هم وچ شي.

وروستي مطالب

د کمال خان بند د رغولو چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوي

نوي مطالب

تېرو ۶میاشتو کې هېواد کې ۵۵۹ ښوونځي جوړ شوي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور