د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په چهاربران ولسوالی کې ۲۸۰ هغه مېرمنو ته چې د کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، د چرګانو فارمونه جوړکړي دي. د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ویلي، چې دغه مرسته د اسیا د ټولنیزو خدمتونو نړیوالې موسسې په مالي همکارۍ ترسره شوې ده، چې هرې کورنۍ ته ۳۰ قطعې کورني چرګان، ۱۵۰ کیلو د چرګانو دانه او ۶۲۰۰ افغانۍ نغدي پیسې ورکړل شوي دي. د یاد ریاست رییس وایي، چې د چرګانو په دغو وړو فارمونو جوړولو سره به په کور دننه بې وزله کورنیو ته د کار زمینه برابره شي او هم به داکورنۍ پر ځان بسیا شي. د یادولو وړ ده، چې یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو، د ناروغیو مخنیوي، د واکسین ورکولو او په ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکړل شوې ده.