څه باندې ۳ زره افغان کډوال له ايرانه هېواد ته راستانه شول

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له ایران څخه هېواد ته د ۳ زره او ۱۶۵ افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی. د دغه وزارت په وینا یاد کډوال د تلې په ۲۴ مه نېټه، په جبري او دواطلبانه ډول د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت په یوه خبر پاڼه کې له پاکستان څخه هم د ۵۳۴ کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی. د خبرپاڼې له مخې دغه کډوال د تلې په ۲۴ مه د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي او د مرستو ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته ور پېژندل شوي دي.

وروستي مطالب

تاکاشي اوکادا: هېواد یې له نړۍ سره د سرپرست حکومت د نږدې کېدو لپاره هڅه کوي.

نوي مطالب

وروسته له دې مسافر وړونکي موټر د بار لېږد اجازه نه‌لري

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور