عدلیې وزارت ویلي، چې د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د کابل شپږمې ناحیې اړوند سناتوریم سیمه کې ۲۳ زره او ۷۹۸ جریبه ځمکه له بررسۍ وروسته دولتي تثبیت کړه. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د یادو ځمکو په تړاو یو شمېر متصرفینو ادعا درلوده چې دا ځمکه شخصي ده خو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د سندونو له کتنې وروسته دغه سندونه اختصاصي محکمې ته وړاندې کړل چې له شرعي حکم وروسته یاده ځمکه دولتي وبلل شوه.