د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، چې کاناډا د افغانستان د بشري مرستو له وجهي صندوق سره درې میلیونه کاناډايي ډالره مرسته اعلان کړه. اوچا له افغانستان سره د کاناډا د دغې مرستې له امله مننه کړې ده. اوچا پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې له دې مرستې سره، له ۲۰۱۹ کال راهیسې د افغانستان د بشرپالو مرستو له صندوق سره د کاناډا ټوله نغدي مرسته ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون کاناډايي ډالرو ته ورسېده.