د کندهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د ۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د مالوماتو له مخې دا دیوال ۵۲۰۰ متره اوږدوالی لري. د یاد دېوال د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ویلي، دوی هغو پروژو ته لومړیتوب ورکوي چې د هیواد په ځان بسیا کېدو کې مرسته کوي. دغه دېوال د سپین بولدک ولسوالۍ په ترکزي، کڅي، سوزاده خېل، قاضیانو او ګلان کلیو کې جوړ شوی او د سلګونو هکټاره کرنیزې ځمکې او کورونه د سېلابونو او موسمي بارانونو له زیانونو خوندي کوي.