د کندوز ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې د تولید او پروسس یوه شرکت د یو میلیون او ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت پر ٧٠٠ جریبه دولتي ځمکې د هینجې د کرلو په برخه کې پانګونه کړې، چې په ترڅ کې یې شاوخوا ٥٠٠ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. په یاد ولایت کې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د کندز ولایت د کرنې، اقتصاد، برېښنا او یو شمېر نورو ادارو مسؤولینو په خپلو خبرو کې د یاد شرکت له مسؤولینو څخه په دغه برخه کې د پانګونې له امله مننه وکړه او په نورو شرکتونو او سوداګرو یې هم غږ وکړ چې له شته فرصتونو نه په ګټې اخیستنې سره په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. د یادولو ده چې په دې پروژه کې به ډېر شمېر هغو کسانو ته د کار زمینه برابره شي چې په دې وروستیو کې له پاکستانه هېواد څخه راستانه شوي دي.