د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني دافغانستان لپاره د چین له نوي سفیر ژیوچینګ سره ليدنه کړي.
په یاده ليدنه کې سرپرست وزیر زیاته کړي، چين د افغانستان ښه ګاونډی دی، او د خپل ښه دريځ په درلودلو سره يې افغانان په خپل ښه نيت باوري کړي دي. نوموړي د چین هېواد له دې پرېکړې ستاینې کړي چې افغانستان ته يې په رسمي ډول خپل سفير استولی، سرپرست وزیر دا هم وویل چې ياد هېواد د افغانستان په اړه تل مثبت او ښه لید لوری لري.
په دې لیدنه کې افغانستان لپاره د چین سفیر ښاغلي ژیوچینګ ويلي، چې دوست هېواد افغانستان د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی او هیله یې و ښوده چې له نړۍ سره د تعامل په برخه کې به نورې ښې لاسته راوړنې هم و لري.
ښاغلي چینګ زیاته کړه، چین او افغانستان دوه ښه ګاونډيان دي او هېواد يې د افغانستان خپلواکي، معتقداتو او کلتور ته احترام لري او د دغه هېواد په کورنيو موضوعاتو کې د مداخلې هېڅ اراده نلري.